د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې چاودنې ۲ تنه وژلي دي


د رېسکیو ۱۱۲۲ یو کارکوونکی او د پولیسو سرتېری د چاودنې په ځای کې دي - د مارچ ۱۰مې انځور.
د رېسکیو ۱۱۲۲ یو کارکوونکی او د پولیسو سرتېری د چاودنې په ځای کې دي - د مارچ ۱۰مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.

د ژغورنې او مرستدویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) د مشال راډيو په ګډون نورو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې چاودنه د مارچ ۱۰مې پر سهار د بورډ بازار پر ناصر باغ سړک شوې ده.

بیان وايي، ژوبل کس یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولی دی.

اداره د لومړنیو معلوماتو پر اساس وايي چې ښايي چوونکي مواد په یو موټرسایکل کې ايښي ول.

خو پولیسو لا د پېښې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.

د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې خراب دی. خو حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG