د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بایډن: نتنیاهو د غزې جګړه کې اسراییلو ته تر ګټې زیات تاوان رسوي


په رفح کې یو فسلطینی ماشوم د اسراییلو په حمله کې له ړنګې شوې رهایشي ودانۍ سره ناست دی - د مارچ نهمې انځور.
په رفح کې یو فسلطینی ماشوم د اسراییلو په حمله کې له ړنګې شوې رهایشي ودانۍ سره ناست دی - د مارچ نهمې انځور.

د امریکا ولسمشر وايي، باور لري چې د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د غزې تړانګې په جګړه کې خپل هېواد ته تر ګټې زیات تاوان رسوي.

جو بایډن د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پر وړاندې د اسراییلیو اقداماتو د ملاتړ څرګندونه وکړه خو و یې ویل چې باید په هغو عملیاتو کې د بېګناه خلکو د وژل کېدو مخنیوي ته زیات پام وکړي.

ولسمشر جو بایډ‌ن د مارچ پر نهمه د امریکا اېم اېس اېن بي سي ټېلېوېژن ته وویل چې د غزې پر رفح سیمې د اسراییلو ممکنه حمله ورته "سره کرښه" ده او اسراییل به داسې کولو ته پرې نه ږدي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ځینو نورو هېوادونه له اسراییلو او حماسه غوښتنه کړي چې د روژې تر پیلېدو مخکې دې پر اوربند موافقه وکړي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید کړی وو او له هغې وخته راهیسې هلته جګړه روانه ده.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۰،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

جګړې د غزې ډېره برخه ویجاړه کړې او په ځانګړې توګه په شمالي برخو کې یې بشري ناورین زېږولی دی. د دې له وجې زیاتره خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوړو په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG