د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو چارواکو د خرلڅیو لاره تر څه وخته تر بندولو وروسته بیا پرانیستې ده


مال او مساپر وړونکي ګاډي د خرلڅیو په وره له کورمې څخه د پکتیا پټان ولسوالۍ ته اوښتو ته منتظر دي - پخوانی انځور.
مال او مساپر وړونکي ګاډي د خرلڅیو په وره له کورمې څخه د پکتیا پټان ولسوالۍ ته اوښتو ته منتظر دي - پخوانی انځور.

په کورمه کې چارواکو د خرلڅیو لاره له افغانستان سره د تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره تر څه ساعت پورې تر تړلو وروسته بیا پرانیستې ده.

د سوداګرو ټولنې مشر سید مبین حسین مشال راډیو ته وویل چې چارواکو هغه لاره د مارچ پر ۱۰مه سهار مهال وتړله خو بیا یې دوه ساعته وروسته پرانیسته.

امنیتي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي چې د مارچ پر نهمه هلته د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ ډزې وشوې.

دوی وايي، په پېښه کې د ملېشې ځواک دوه سرتېري ژوبل شول.

امنیتي او استخباراتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نښته پر یوې پوستې د طالبانو د حکومتي سرتېرو تر حملې وروسته پیل شوه.

په پکتیا کې د طالبانو د حکومت چارواکو لا پر ډېورنډ کرښه د هغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د مليخېلو یو اوسېدونکي هاشم علي د مارچ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د شنبې (خالي) پر ورځ ډزې سهار شاوخوا ۱۱ بجې پیل شوې چې تر شاوخوا دوو ساعتونو پورې روانې وې او د لویې وسلې اوازونه هم اورېدل کېدل.

د سیمې پولیس وايي چې د خرلڅیو لاره یې د یوې تخنیکي ستونزې له وجې تړلې وه او بیا یې پرانیسته.

په هغه سیمه کې تر دې مخکې هم نښتې او د تاوتریخوالي نورې پېښې شوې دي چې له کبله یې د خلکو تګ راتګ او دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG