د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې نن د روژې لومړۍ ورځ ده


په دې عکس کې د یو جومات له منارې سره نېږدې د روژې میاشت ښکاري - انځور له ارشیفه.
په دې عکس کې د یو جومات له منارې سره نېږدې د روژې میاشت ښکاري - انځور له ارشیفه.

په افغانستان، سعودي عرب او ځينو نورو اسلامي هېوادونو کې د مارچ پر ۱۱مه د روژې لومړۍ ورځ ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې د مارچ پر ۱۰مه شپې ناوخته اعلان وکړ چې د روژې میاشت لیدل شوې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد شپې ناوخته پر اېکس ټولو وګړو ته د سترې محکمې د پرېکړې او د میاشت لیدو خبر ورکړی دی.

اخوا په پاکستان کې د میاشت لیدو یا رویت هلال سرکاري کمېټۍ د مارچ پر ۱۱مه غونډه کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د نړۍ مسلمانانو ته د روژې میاشتې مبارکي ویلې ده.

نوموړي پر خپله اېکسپاڼه کښلي چې دی او مېرمن یې جېل بایډن د روژې په مناسبت د امریکا او درستې نړۍ مسلمانانو ته ښې هیلې څرګندوي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د مارچ ۱۱مې پر سهار پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ټولو افغانانو ته د روژې د مبارکې میاشتې د پیلېدو مبارکي وايي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د روژې په میاشت کې خلکو ته په ارزانه بیه د شيانو ورکولو لپاره د ۱۲ اربه روپیو بېلولو اعلان کړی دی.

وزيراعظم شهباز شريف د مارچ پر ۱۰مه، په يو بیان کې وويل چې په هغو پيسو به د ملک په بېلابېلو برخو کې په حکومتي لویو دکانونو (یوټېلېټي سټورز) کې خوراکي توکي اېښوول کېږي چې خلک یې په کمه بیه اخیستلی شي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امين ګنډه پور هم د مارچ پر ۱۰مه له ۸،۵۰۰ غریبو کورنیو سره د مرستو لپاره هر یوې ته د ۱۰،۰۰۰ روپیو ورکولو اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG