د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزه کې پر روژې پیلېدو سربېره جګړه روانه ده


فلسطیني ماشومان په غزه کې د یو دېوال مخې ته ناست دي چې ورباندې د روژې مبارکي لیکل شوې ـ د مارچ اتمې انځور.
فلسطیني ماشومان په غزه کې د یو دېوال مخې ته ناست دي چې ورباندې د روژې مبارکي لیکل شوې ـ د مارچ اتمې انځور.

په غزه کې د مارچ پر ۱۰مه د روژې تر پیلېدو مخکې هم خونړۍ جګړه روانه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د فلسطين هغه محاصره سيمه له سخت بشري ناورین سره مخامخ ده او د اوربند هېڅ درک پکې نه لګېږي.

تر دې وړاندې امریکا او ځینو نورو هېوادونه له اسراییلو او له حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، څخه غوښتنه کړې وه چې د روژې تر پیلېدو مخکې پر اوربند موافقه وکړي.

په دې لړ کې مصریو چارواکو روانه میاشت له حماس ډلې سره درې ورځني مذاکرات وکړل خو نتیجه یې ور نه کړه.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید کړی وو او له هغې وخته راهیسې هلته جګړه روانه ده چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۱،۰۰۰ زیات فلسطینان پکې وژل شوي دي.

جګړې د غزې ډېره برخه ویجاړه کړې او په ځانګړې توګه په شمالي برخو کې یې بشري ناورین زېږولی دی. د دې له وجې زیاتره خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خوړو په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG