د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو په تازه هوایي بمباریو کې لسګونه فلسطينيان وژل شوي دي


فلسطينيان د مارچ پر ۱۱مه د لومړي روژه مات لپاره چمتووالی نيسي.
فلسطينيان د مارچ پر ۱۱مه د لومړي روژه مات لپاره چمتووالی نيسي.

په داسې حال کې چې په غزې کې فلسطینیان روژه نیسي او د خوړو له سخت کمي سره مخامخ دي، هلته په روانه جګړه کې لا هم کمی نه دی راغلی.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت د مارچ پر ۱۲مه ويلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو په هوایي بمباریو کې د ۶۷ کسانو مړي روغتون ته راوړل شوي دي.

امریکا او اروپایي ټولنې حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.

تر دې وړاندې امریکا، قطر او مصر هیله ښوولې وه چې د روژې میاشتې له پیل مخکې به هلته اوربند اعلان شي او د هغه په بدل کې به حماس ټول یرغمل شوي کسان، او اسراییل به بندي فلسطینیان خوشې کوي، خو لا هم په دغه تړون کې پرمختګ نه دی شوی. د دغه تړون له مخې به په غزه کې د بشري مرستو رسول هم ممکنه شي.

په دې لړ کې مصریو چارواکو روانه میاشت له حماس ډلې سره درې ورځني مذاکرات وکړل خو نتیجه یې ور نه کړه.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې د اسراییل خوا او شا ۱،۲۰۰ وګړي ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۱،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG