د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن د ملتان سلطانز او پېښور زلمي ترمينځ سيالي کېږي


د پېښور زلمي لوبډلمشر بابر اعظم د توپ وهلو پر مهال، شا ته یې د ملتان سلطانز لوبډلمشر محمد رضوان او وېکټ ساتونکی ولاړ دی - د مارچ پینځمې انځور.
د پېښور زلمي لوبډلمشر بابر اعظم د توپ وهلو پر مهال، شا ته یې د ملتان سلطانز لوبډلمشر محمد رضوان او وېکټ ساتونکی ولاړ دی - د مارچ پینځمې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالیو په وروستۍ مرحله کې ملتان سلطانز او پېښور زلمي لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر ۱۴مه د کراچۍ په لوبغالي کې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر نهو او د کابل پر اته نیمو بجو پیلېږي.

ټاکل شوې چې د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله د مارچ پر ۱۸مه د پي اېس اېل پایلوبې ته لاره ومومي.

د پاکستان سوپر لیګ په نهم پړاو کې شاملې هرې لوبډلې ۱۰، ۱۰ سیالۍ وکړې. د هغو له مخې، ملتان سلطانز په ۱۴ پواینټونو پر لومړي مقام، پېښور زلمي په ۱۳ نومرو پر دویم ځای، اسلام اباد یونایټېد په ۱۱ پواینټونو او د منډو لوړ وروستي تناسب له وجې پر درېيم او کوټه ګلیډیېټرز هم په ۱۱ پواینټونو او د منډو د کم وروستي تناسب له وجې پر څلورم ځای ده.

تر دې وروسته پینځم مقام د کراچۍ کېنګز دی او د ۲۰۲۳ز کال د اتم پړاو اتله لوبډله لاهور قلندرز پر شپږم مقام ده. هغه دواړه لوبډلې د نهم پړاو له سیالیو بهر شوې دي.

ټاکل شوې چې د مارچ پر ۱۵مه د اسلام اباد یونایټېډ او کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې له یو بل سره لوبه وکړي. د هغې سیالۍ بریالۍ لوبډله به د مارچ پر ۱۴مې سیالۍ له بایلونکې لوبډلې سره سیالي کوي.

XS
SM
MD
LG