د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وایي له ایرانه سلګونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي


له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ تېر کال پیل شوې ده - پخوانی انځور.
له ایران او پاکستان څخه د افغانانو د ایستلو لړۍ تېر کال پیل شوې ده - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او ورستنېدنې چارو وزارت له ایران څخه د سلګونو افغانانو د ورستنېدو خبر ورکړی دی.

وزارت د مارچ پر ۱۴مه پر اېکس لیکلي دي چې ۱،۷۵۰ افغانان په خپله خوښه او یا هم په جبري ډول له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې له ستنو شویو کډوالو ۳۳۹ یې د مرستو ترلاسو کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) ته ورپېژندلي دي.

د ایران تر څنګ له پاکستانه هم د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج لړۍ د تېر کال له نومبر راهیسې روانه ده او تر اوسه په سلګونو زره افغانان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

XS
SM
MD
LG