د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او ایرلینډ لوبډلې نن د ۲۰ اووره کرکټ لومړۍ سیالي لري


د افغانستان او ایرلینډ ترمینځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالي د مارچ پر اوومه شوې وه.
د افغانستان او ایرلینډ ترمینځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالي د مارچ پر اوومه شوې وه.

د افغانستان او ايرلينډ کرکټ ملي لوبډلې د درو ۲۰ اووره سیالیو په لومړۍ لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د شارجې په لوبغالي کې د مارچ ۱۵مې سیالي د کابل پر وخت د ماخوستن پر اته نیمو او د پېښور پر نهو بجو پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ بورډ د مارچ پر ۱۳مه د راشد خان په مشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه. بورډ په لوبډله کې ځینو نویو لوبغاړو ته هم ځای ورکړی دی.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ دوه نورې ۲۰ اووره سیالۍ د مارچ پر ۱۷مه او ۱۸مه ترسره شي.

تر دې مخکې، افغان لوبډلې له ایرلینډه د درو ۵۰ اووره یا یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ګټلې وه خو یوازینۍ ټېسټ سیالي یې ورڅخه بایللې وه.

XS
SM
MD
LG