د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اووره لوبه کې ایرلينډ ته ماته ورکړه.
د مارچ پر ۱۷مه په شارجه کې شوې لوبه کې افغان ټيم خپل سیال ته د ۱۵۳ منډو هدف ورکړی و. په ځواب کې د ایرلینډ لوبډلې په شلو اورونو کې ۱۴۲ منډې وکړې او لوبه یې د لسو منډو په توپیر وبایلله.
د افغانستان لپاره لوبډلمشر راشدخان په څلورو اورونو کې ۴ وېکټې واخیستې او یواځې ۱۴ منډې یې ورکړې. هغه په بټنګ کې په ۱۲ بالونو یې ۲۵ منډې کړې وې. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
په توپ وهنه کې بل افغان لوبغاړي محمد نبي هم ۵۹ منډې کړې وې او په بالینګ کې یې يو لوبغاړی اوټ کړ. هغه تر سیالۍ وروسته وويل: "موږ کوښښ کوو چې ښه لوبه وکړو. په ۱۴ منډو مو ۴ لوبغاړي اوټ وو خو زه چې بېټينګ ته راغلم راته اندازه وشوه چې دلته منډې جوړېدلی شي. هيله لرو چې وروستۍ سیالي هم وګټو او لوبلړۍ زموږ شي."
دواړه لوبډلې به د مارچ پر ۱۸مه د دريوو شل اووره سیاليوو وروستئ هغه په شارجه کې کوي. د دې لړۍ لومړۍ سیالي ایرلينډ ګټلې وه.