د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرېش: نړیوال مشران دې د اوکراین په څېر په غزه کې هم بې له دوه مخو معیارونو د اصولو پابندي وکړي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش يوې غونډې ته د وينا پر مهال. انځور له ارشيفه
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش يوې غونډې ته د وينا پر مهال. انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اروپايي ټولنې له مشرانو غوښتنه کړې ده چې په غزې تړانګه کې دې هم هغسې د نړیوال قانون لپاره درناوی څرګند کړي لکه په اوکراین کې یې چې د دفاع موخه لري.

انتونیو ګوتېرېش پرون په برسلز (بروکسل) کې د اروپايي ټولنې سرمشریزې پر مهال له هغوی غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون معیارونو د درناوي لپاره دې متحد او ټینګ ولاړ اوسي.

ګوتېرېش تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د "نړیوال بشري قانون اساسي اصل د ولسي وګړو خوندیتوب دی."

هغه زیاته کړه چې نړیوال مشران باید "د اوکراین په څېر په غزه کې هم بې له متفاوتو یا دوه مخو معیارونو د هغو اصولو پابندي وکړي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د غزې په شاوخوا شپږ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو شمېر ۳۲۰۰۰ ته رسېدلی دی چې ورڅخه یې ډېری ملکي وګړي دي.

اسراییلو تر هغې وروسته په سیمه کې عملیات پیل کړل چې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل او تر ۲۵۰ پورې یې یرغمل کړل چې ورڅخه یې یوشمېر د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلی وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وايي، د یرغمل کسانو تر خوشې کولو او اهدافو ترلاسه کولو پورې عملیاتو ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG