د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په کندهار کې د مارچ پر ۲۱مه د شوي برید غندنه کړې ده.
یاد وزارت د مارچ پر۲۲مه پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي دي چې ترهګري د دواړو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده او باید دواړه هېوادونه یې د ختمولو لپاره په ګډه هڅې وکړي.
د مارچ پر ۲۱مه په کندهار کې په یوه ځانمرګې برید کې تر ۲۱ پورې کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوې دي. د هغه حملې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې د پېښې له اغېزمنو کورنیو سره خپل خفګان شریک کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې له هغې وروسته خرابې شوې چې په روانه میاشت کې پاکستان د افغانستان په ځینو سیمو کې بمبارې وکړه.
پاکستان وایي الوتکو یې د حافظ ګل بهادر ډلې د وسلوالو ځايونه په نښه کړي دي، خو د افغانستان د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان لخوا په حملو کې ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.