د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د خوارځواکۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې ده


په کندهار کې د خوارځواکۍ ښکار ماشوم د درملنې لپاره په روغتون کې دی ـ انځور له ارشیفه.
په کندهار کې د خوارځواکۍ ښکار ماشوم د درملنې لپاره په روغتون کې دی ـ انځور له ارشیفه.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په افغانستان کې د خوارځواکۍ ښکار میندو او ماشومانو د شمېر پر زیاتېدو جدي اندېښنه ښوولې ده.

ډبلیو اېف پي اټکل کړی دی چې په ۲۰۲۴ز کال کې ښايي په افغانستان کې څلور مېلیونه ښځې او ماشومان له سختې خوارځواکۍ وکړېږي.

په افغانستان کې د هغې ادارې د اطلاعاتي چارو مرستیال مرستیال ضیا الدین ساپي د مارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، که کافي مرستې نه وې نو تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي هغه شاوخوا دوه مېلیونه ماشومان د مرګ له خطر سره مخامخېدای شي چې وار له مخه خوارځواکي دي.

تېر کال نړیوالو ادارو د هغو افغان ماشومانو شمېر یو مېلیون یاد کړی وو چې د سختې خوارځواکۍ له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ ول، چې سږ کال لوړ شوی دی.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې دا مهال ۱۶ مېلیونه وګړي هره ورځ د دویم وخت د خوړو برابرولو ته حیران دي.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې، هلته اقتصادي وضعیت خراب شو او بې کاري زیاته شوه چې له کبله یې د بې وزلۍ کچ هم لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG