د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزې جګړه کې د وژل شویو شمېر تر ۳۲،۰۰۰ واوښت


د مارچ پر ۲۱مه د غزې په جنوب کې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته له ودانیو لوګي پورته کېږي.
د مارچ پر ۲۱مه د غزې په جنوب کې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته له ودانیو لوګي پورته کېږي.

چارواکي وایي، په غزې تړانګه کې له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې په روانه جګړه کې لږترلږه ۳۲،۲۲۶ کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د روغتیا وزارت د مارچ پر ۲۴مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې کې هغه لږترلږه ۸۴ کسان هم شامل دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي دي.

په غزه کې د روغتیا وزارت واک د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګرې ګرځول شوې حماس ډلې سره دی.

د روغتیا وزارت په وینا، د اکتوبر پر اوومه د جګړې له پيلېدو راهیسي په غزه تړانګه کې ۷۴،۵۱۸ زخمیان شوي هم دي.

روغتیايي چارواکي وايي چې په وژل شویو او ژوبلو کې ډېری ښځې او ماشومان هم شامل دي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې کړل شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG