د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: رایل چیلېنجرز بنګلور او پنجاب کېنګز یو بل ته مخامخېږي


د ګجرات ټایټنز لوبغاړي د مارچ پر ۲۴مه خپله بریا لمانځي.
د ګجرات ټایټنز لوبغاړي د مارچ پر ۲۴مه خپله بریا لمانځي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې رایل چیلېنجرز بنګلور او پنجاب کېنګز یو بل ته مخامخېږي.

د بنګلور په لوبغالي کې د مارچ ۲۵مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې دوه سیالۍ وشوې. په لومړۍ سیالۍ کې راجستان رایلز لکنوو سوپر جاینټس ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړه.

تر دې وروسته د ګجرات ټایټنز او ممبۍ انډیینز ترمینځ لوبه د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې د ممبۍ لوبډلې وګټله خو لومړی یې د بالېنګ پرېکړه وکړه.

ګجرات په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۸ منډې وکړې. سای سدرشن ۴۵ او شوبم ګېل ۳۱ منډې وکړې. د ممبۍ انډیینز جسپریت بومرا درې او جېرالډ کوټڅییه دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د ممبۍ لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړای شوې او ګجرات لوبه په شپږو منډو وګټله. د ممبۍ ډېوالډ بریوېس ۴۶ او روهېت شرما ۴۳ منډې وکړې. د ګجرات ټایټنز سپېنسر جانسن، عظمت الله عمرزي او اومېش یادو دوه، دوه وېکټې واخیستې.

ټاکل شوې چې د مارچ پر ۲۶مه د ګجرات ټایټنز او د ۲۰۲۳ز کال اتله چېنای سوپر کېنګز یو بل ته مخامخ شي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

XS
SM
MD
LG