د بنو د ترهګرۍ ضد پولیسو د مارچ پر ۲۵مه د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) يو غړی رحیم داوړ ګرفتاره کړی دی.
پر نوموړي تور دی چې د فبرورۍ پر ۱۰مه يې په ميرامشا کې پر امنيتي ځواکونو او پوليسو ډزې کړې وې خو اېن ډي اېم دا تور ردوي او وايي، پرځای د دې چې حکومت پر ياده نېټه د امنيتي سرتېرو په ډزو د دوی د څلورو ملګرو د وژنې او د مشر يې، محسن داوړ پشمول د ۱۴ غړو د ټپې کېدو پېښې پلټنې وکړي او اغېزمنو ته انصاف ورکړي، برعکس يې د دې ګوند په ځپلو پسې راخيستې ده.
یاد ګوند وايي، محسن داوړ او ملګرو يې د فبرورۍ پر ۱۰مه په ميرامشا چاوڼۍ کې د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د مبينه درغلۍ پرضد احتجاج کاوه چې امنيتي ځواکونو ډزې ورباندې وکړې.
د هم هغې پېښې په تړاو د ملي جمهوري غورځنګ پر مشر محسن داوړ هم مقدمه جوړه شوې چې پېښور های کورټ ورته پکې د راتلونکې اپرېل مياشتې تر ۱۷مې نېټې پورې عارضي ضمانت ورکړی دی.
د پاکستان پوځ او نه هم د شمالي وزيرستان انتظاميې د فبرورۍ ۱۰مې پېښې په تړاو تر اوسه څه ويلي دي. بلخوا د پاکستان د انتخاباتو کمېشن دريځ خپل کړی دی چې د فبرورۍ اتمې انتخابات په شفاف ډول شوي ول.