د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: سنرایزرز حیدراباد او ممبۍ انډیینز یو بل ته مخامخېږي


د ګجرات ټایټنز لوبغاړي د چېنای سوپر کېنګز د بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د مارچ ۲۶مې انځور.
د ګجرات ټایټنز لوبغاړي د چېنای سوپر کېنګز د بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د مارچ ۲۶مې انځور.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې سنرایزرز حیدراباد او ممبۍ انډیینز یو بل ته مخامخېږي.

د حیدر اباد په راجیو ګاندي لوبغالي کې د مارچ ۲۷مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې چېنای سوپر کېنګز لوبډلې ګجرات ټایټنز ته په ۶۳ منډو ماتې ورکړه. د چېنای لوبډلې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان ۲۰۶ منډې وکړې. شېوم دوبې ۵۱ او رچېن روېندرا او روتراج ګایکواډ ۴۶، ۴۶ منډې وکړې. د ګجرات راشد خان دوه او رويسرينېواسن سای کېشور او سپېنسر جانسن یوه، یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۴۳ منډې وکړای شوې. سای سدرشن ۳۷ او ډېوېډ مېلر او ورېدیمان سها ۲۱، ۲۱ منډې وکړې. د چېنای سوپر کېنګز توشار دېشپانډې، دیپک چهار او مستفیض الرحمان دوه، دوه وېکټې واخیستې.

ټاکل شوې چې د مارچ پر ۲۸مه راجستان رایلز او دلي کیپېټلز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG