د نیو یارک ښار پولیسو په کولمبیا پوهنتون کې د لسګونو فلسطین پلویو مظاهرچيانو د نیولو او د هغوی د احتجاجي کیمپ ړنګولو لپاره چاپه وهلې ده.
د اپرېل پر ۳۰مه شپې مهال پولیس هغه کیمپ ته ورغلل چې زده کوونکو د احتجاج لپاره له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې لګولی وو.
د اکتوبر پر اوومه له غزې څخه د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پر اسراييلو بريد او تر هغه وروسته پر تړانګې د اسراييلو حملو په امريکا کې د زده کوونکو غبرګونونه پارولي دي.
دا په ۲۰۲۰ز کال د توکمپالنې یا نسلي توپیرپالنې پرضد تر لاریونونو وروسته په امریکا کې د زده کوونکو تر ټولو لوی احتجاجي فعالیت دی.
په امريکا کې ډېری فلسطين پلوي لاریونونه له مخالفو اعتراض کوونکو سره مخامخ شوي او فلسطين پلوي یې د "یهودانو پرضد د کرکې" پیدا کولو په هڅو تورن کړي دي.
فلسطين پلوي او په غزه کې د اسراییلو د اقداماتو مخالف یهودان وايي چې پر هغوی د یهود ضدو ټاپه لګول بې انصافي ده.