د لاسرسي ځای

تازه خبر

حماس ویلي، ژر به یو پلاوی قاهرې ته واستوي چې پر اوربند خبرې جاري وساتي‌


د اسراییل او حماس تر منځ جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اوومې روانه ده.
د اسراییل او حماس تر منځ جګړه د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اوومې روانه ده.

حماس ویلي، څومره ژر چې ممکنه وي د مصر د تازه وړاندیز په غبرګون کې به یو پلاوی قاهرې ته واستوي چې پر اوربند خبرو ته دوام ورکړي.

د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، یو مشر اسماعیل هنیه د مې پر دویمه په بیان کې وویل چې د مصر د استخباراتو له مشر سره یې خبرې وکړې او د اوربند د وړاندیز د مطالعه کولو په برخه کې یې د غورځنګ پر مثبتې روحیې ټینګار وکړ.

په بیان کې دا نه دي راغلي چې پلاوی به کله سفر کوي. د اوربند د وړاندیز له مخې به حماس په غزه کې د جګړې درېدو او هلته د اړینو مرستو لېږد په بدل کې یرغمل کسان خوشې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG