د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن رايل چيلنجرز بنګلورو او ګجرات ټايټنز سیالي لري


د مې پر درېیمه د کلکته نایټ رایډرز لوبغاړي ممبۍ انډینز ته له ماتې وروسته جشن کوي.
د مې پر درېیمه د کلکته نایټ رایډرز لوبغاړي ممبۍ انډینز ته له ماتې وروسته جشن کوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې نن رايل چيلنجرز بنګلورو او ګجرات ټايټنز یو بل ته مخامخېږي.

د بنګلورو په لوبغالي کې د مې څلورمې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې کولکته نایټ رایډرز، ممبۍ انډيينز ته په ۲۴ منډو ماتي ورکړه. کولکته نایټ رایډرز په ټاکل شويو ۲۰ اوورنو کې ۱۶۹ منډې جوړې کړې خو په ځواب کې د ممبۍ انډيينز ټوله لوبډله په ۱۹م اوور کې اوټ شوه او ۱۴۵ رنزونه يې جوړ کړل.

په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د ترسره شویو سیالیو د پایلو له مخې، راجستان رایلز پر لومړي، کلکته نایټ رایډرز پر دویم، لکنو سوپر جاینټس پر درېیم او سنرایزرز حیدراباد لوبډله پر څلورم مقام ده.

داراز، پینځم ځای چېنای سوپر کېنګز او دهلي کیپېټلز شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

د مې پر پینځمه دوه لوبې کېږی چې یوه د پنجاب کنګز او چنایي سوپر کنګز او دویمه د لکنو سوپر جاینټس او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمینځ ده.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي. د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG