د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حماس پلاوی په غزه کې د اوربند اړوند خبرو لپاره قاهرې ته ځي


په غزه کې د تېر کال اکتوبر راهیسې روانې جګړې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي ـ انځور له ارشیفه
په غزه کې د تېر کال اکتوبر راهیسې روانې جګړې ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي ـ انځور له ارشیفه

حماس ویلي دی چې د مصر د تازه وړاندیز په غبرګون کې یو پلاوی قاهرې ته استوي چې پر اوربند خبرو ته دوام ورکړي.

د حماس یو چارواکي رویټرز خبري اژانس ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې ټاکل شوې ده چې هغه پلاوی د مې پر څلورمه د مصر پلازمېنې قاهرې ته ولاړ شي.

د چارواکي په خبره، پلاوی به په غزه کې د جګړې پای ته رسولو او د اسراییلي برمته شویو د خوشې کولو لپاره د اسراییلو طرحې ته په لیکلې بڼه ځواب ورکړي.

د مصر د یوې امنیتي سرچینې او د قاهرې په هوايي ډګر کې درو نورو چارواکو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د مې پر دریمه قاهرې ته د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر ویلیم برنز له رسېدو وروسته د حماس چارواکي دا څرګندونې کړي دي.

برنز د غزې د جګړې په اړه د بحث لپاره مصر ته رسېدلی دی.

د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، یو مشراسماعیل هنیه د مې پر دویمه په بیان کې وویل چې د مصر د استخباراتو له مشر سره یې خبرې کړي دي او د اوربند د وړاندیز د مطالعه کولو په برخه کې یې د غورځنګ پر مثبتې روحیې ټینګار وکړ.

د اوربند د وړاندیز له مخې به حماس په غزه کې د جګړې درېدو او هلته د اړینو مرستو لېږد په بدل کې یرغمل کسان خوشې کړي.

په غزه کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له اوومې راهیسې جګړه روانه ده. پر هغه ورځ حماس پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې تر ۳۴،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG