د لاسرسي ځای

تازه خبر

صادق خان په درېیم ځل د لندن ښاروال منتخب شوی دی


صادق خان د برېتانیا د پلازمېنې لومړنی مسلمان ښاروال دی ـ د مې لومړۍ نېټې انځور.
صادق خان د برېتانیا د پلازمېنې لومړنی مسلمان ښاروال دی ـ د مې لومړۍ نېټې انځور.

د برېتانيا د لېبر ګوند صادق خان يو ځل بیا د لندن ښاروال منتخب شوی دی. په دې توګه هغه دا څوکۍ په تاريخي توګه په پرله پسې ډول د درېيم ځل لپاره ګټلې ده.

د مې پر څلورمه د لندن د ښاروالۍ د اعلان شویو نتیجو له مخې، خان څه دپاسه يو مېليون رایې اخیستې دي. دا د ټولو اچول شويو ووټونو ۴۴ سلنه جوړوي.

صادق خان له خپل نېږدې سیالې او د محافظه کاره ګوند (کنزروېټېو پارټي) له کانديدې سوزن هال څخه ۱۱ فیصده مخکې وو.

د خان پلار له پاکستانه برېتانيې ته کډه شوی وو او په لندن کې د بس ډرېور وو.

۵۳ کلن صادق خان د یو غربي هېواد د پلازمېنې لومړنی مسلمان ښاروال دی. نوموړی لومړی کس دی چې درې ځلې د لندن ښاروال شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG