د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو فلسطین ته د نویو حقونو او امتیازاتو منظوري ورکړې ده


د ملګرو ملتونو ۱۴۳ استازو د پرېکړه لیک په حق او نهو یې پرضد رایې ورکړې ـ د مې ۱۰مې انځور.
د ملګرو ملتونو ۱۴۳ استازو د پرېکړه لیک په حق او نهو یې پرضد رایې ورکړې ـ د مې ۱۰مې انځور.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په پراخ اکثریت سره فلسطین ته د نویو حقونو او امتیازاتو منظوري ورکړې ده.

اسمبلۍ د مې پر ۱۰مه، پر امنیت شورا غږ کړی چې په ښه نظر سره دې د ۱۹۴م غړي په توګه د فلسطین د غړیتوب پر غوښتنه بیا غور وکړي.

فلسطین دا مهال په ملګرو ملتونو کې بشپړ غړی نه دی، خو د څارونکي هېواد په توګه پیژندل شوی دی. د ۲۰۱۲ز کال په نومبر کې فلسطین ته اجازه ورکړل شوه چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په بحثونو کې ګډون وکړي او د ملګرو ملتونو په ځینو ادارو او نړیوالو تړونونو کې برخه واخلي.

دا قرارداد عرب هېوادونو او فلسطین وړاندې کړی وو. د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو څخه ۱۴۳ د دې قرارداد په حق کې او نهو یې پرضد رایه ورکړه او ۲۵ په رایه اچولو کې برخه وا نه خیسته.

امریکا د اپرېل پر ۱۸مه پراخ ملاتړ لرونکی هغه قرارداد په امنیت شورا کې ویټو کړی وو چې که منظور شوی وای نو له مخې به یې دې ته لاره هواره شوې وای چې فلسطین په ملګرو ملتونو کې پوره غړیتوب ترلاسه کړي.

فلسطین له ډېرې مودې د داسې غړیتوب ترلاسه کولو په لټه کې دی خو اسراییل یې د مخنیوي لپاره کار کوي.

په غزه کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له اوومې راهیسې جګړه روانه ده. پر هغه ورځ حماس پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې تر ۳۴،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG