د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د اسرايیلي عملیاتو له امله ۸ لاکه فلسطیني کډوال بې ځایه شوي


له رفح څخه کډوالو نورو سیمو ته د تلو لپاره د سامانونو سره په ګاډي کې ناست دي ـ د مې ۱۳مې انځور.
له رفح څخه کډوالو نورو سیمو ته د تلو لپاره د سامانونو سره په ګاډي کې ناست دي ـ د مې ۱۳مې انځور.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې مشر ويلي چې د اسراييلو لخوا د جنوبي غزه په رفح ښار کې د مې له شپږمې تر پیل شویو عملیاتو له امله اته لاکه کسان سيمې پرېښودلو ته مجبوره شوي دي.

د يواېن ار ډبیلیو اې مشر فلپ لازاریني په بیان کې ويلي نيم نفوس یعنې ۸۰۰،۰۰۰ کسان په سړکونو دي.

اسراييلو ويلي چې په رفح کې د دوی مځکني عملیات د فلسطيني وسلوالو پرضد د جنګېدو لپاره ډېر مهم دي او ټینګار کوي چې دا د حماس وروستی مضبوط پټنځای دی. امريکا او اروپايي ټولنې حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په جګړه کې لسګونه زره فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG