د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو په تازه بمباريو کې لسګونه نور فلسطینیان وژلي دي


د مې پر ۲۳مه فلسطینۍ مېرمن د اسراییلو بمبارۍ له امله له ورانو شویو کورونو سره ولاړه ده.
د مې پر ۲۳مه فلسطینۍ مېرمن د اسراییلو بمبارۍ له امله له ورانو شویو کورونو سره ولاړه ده.

اسراییلي عسکرو د مې پر ۲۳مه پر غزه په هوایي او ځمکنیو بمباریو کې لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان وژلي دي.

د حماس د رسنيو او د سیمې د روغتيا چارواکو ترمخه، دا په داسې حال کې ده چې هلته د رفح په جنوبي سیمو کې د حماس د وسلوالو خلاف جګړه هم روانه ده. حماس د امریکا او اروپایي اتحادیې لخوا ترهګره ډله ګرځول شوې ده.

ځايي خلک وایي چې اسراییلي ټانکونه د رفح جنوبي سیمو ته روان دي او هلته لويديزې یېبنا سیمې ته حرکت کوي او دریو ختيزو سیمو کې یې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې د اتو لکو نه زیاتو خلکو له هغې وروسته د رفح نه کډې کړي چې د نړیوالو لخوا د برداشت پر غوښتنې سربېره اسراییلو د مې میاشتې په پیل کې پر رفح ښار بریدونه پیل کړل.

ملګري ملتونه وایي، د غزې له جګړې بې ځایه شویو شاوخوا یو مېلیون کسانو په رفح کې پناه اخیستې ده.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۶،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG