د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالیو پایلوبه د کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدراباد ترمینځ کېږي.
د چېنای په لوبغالي کې د مې ۲۶مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدراباد د ای پي اېل د سیالیو په وروستي پړاو کې پایلوبې ته لاره وموندله.
تر دې وړاندې کلکته نایټ رایډرز دوه ځلې او سنرایزرز حیداباد یو ځل د ای پي ایل اتلولۍ ګټلې دي.
د ۲۰۲۴ز کال د ای پي اېل سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې وې.
چېنای سوپر کېنګز لوبډله په ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.