د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي له پېښوره سره نېږدې نښته کې ۲ سرتېري او ۵ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


د پاکستان د پوځ یو سرتېری له پېښور ښاره بهر پهره ورکوي - پخوانی انځور.
د پاکستان د پوځ یو سرتېری له پېښور ښاره بهر پهره ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ وايي د پېښور په حسن خېلو کې یې له وسلوالو سره په نښته کې دوه سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) په خبرپاڼه کې وويل چې د مې پر ۲۶مه یې د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد د وسلوالو پر يو پټنځای عملیات کول چې نښته وشوه.

د خبرپاڼې له مخې، په نښته کې پینځه مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي.

پوځ د وژل شويو سرتېرو نومونه کیپټن حسين جهانګیر او حوالدار شفیق الله ياد کړي دي.

په خبرپاڼه کې نه دي ويل شوي چې وسلوال د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG