د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د خبریال نصرالله ګډاني د وژونکو نه نیول کېدو پرضد احتجاج شوی


په کراچۍ کې له کلونو راهیسې خبریالان په نښه کېږي او خبریالان د دې پرضد احتجاجونه کوي. (انځور: ارشیف)
په کراچۍ کې له کلونو راهیسې خبریالان په نښه کېږي او خبریالان د دې پرضد احتجاجونه کوي. (انځور: ارشیف)

په کراچۍ کې خبریالانو د احتجاجي مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتي چې زر تر زره دې د خبریال نصرالله ګډاني قاتلين ونیسي.

د کراچۍ د خبريالانو د اتحادیې سيکريټري نعمت خان د مې پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې تر څو حکومت د ګډاني قاتلين نه وي نيولي، تر هغې به یې مظاهرې روانې وي.

نوموړي زیاته کړه چې په سند کې د وسله والو ډلو، جاګيردارو، مافیا، غلو او امنيتي ځواکونو د فشارونو له امله خبریالي کول اسان کار نه دی.

نصرالله ګډاني په سیند کې د زورواکو په اړه د تحقیقاتي راپورونو لپاره پېژندل کېده.

ناڅرګنده کسانو د مې پر ۲۱مه پر هغه ډزې وکړې او زخمي يې کړ. نوموړی د مې پر ۲۴مه په کراچۍ کې په يو هسپتال کې مړ شو.

د سند اعلا وزیر مراد علي شاه په يوه خبرپاڼه کې د هغه پر مرګ خفګان ښوولی وو او وعده یې کړې وه چې د دې وژنې تحقیقات به کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG