د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شانګله کې کندې ته د ګاډي پريوتو ۸ کسان وژلي دي


د ژغورنې ادارې غړي د شانګلۍ د پېښې د يو تن کړی ليږدوي.
د ژغورنې ادارې غړي د شانګلۍ د پېښې د يو تن کړی ليږدوي.

د خيبر پښتونخوا چارواکي په غرنۍ ضلعې شانګله کې يو ګاډی کندې ته لوېدلی چې له وجې یې د يوې کورنۍ ۸ تنه وژل شوي دي.

د ژغورنې اداره ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، د مې پر ۲۷مه په دغه حادثه کې په وژل شويو کې يو سړی، درې ماشومان او څلور ښځې دي. د یادې ادارې وياند رسول خان شريف د مې پر ۲۷مه نېټه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د همدې ضلعې يوه سړي خپله کورنۍ له مرکز الپورۍ نه بلې بابا نومي کلي ته بېوله چې جيپ ډوله موټر يې د پاګوړۍ په مقام له غر نه سلګونه فټه لاندې يوې کندې ته ولوېد او پکې سپاره اته واړه کسان ووژل شول. د شريف په خبره، د ځايي خلکو په مرسته يې مړي له کندې پورته کړي او د الپورۍ سرکاري روغتون ته رسولي دي. نوموړي زياته کړې چې حادثه د خراب سړک له وجې شوې ده.

په خيبرپښتونخوا کې د قدرتي ناورينونو پر وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۹مه مشال راډيو ته ويلي ول چې د وروستيو بارانونو او سېلابونو له لاسه د صوبې په تر ټولو زياتو اغېزمنو ضلعو کې شانګله هم شامله ده، چې د ادارې په خبره، د شخصي او حکومتي ودانيو ترڅنګ يې د هغه سيمې سړکونو هم زيانمن کړي دي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د مې پر درېیمه د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰ زیات ژوبل شوي ول. د اپرېل پر ۱۰مه نېټه د بلوچستان په حب ضلع کې په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل شوي وو.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG