د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې ژورې کندې ته د ګاډي لوېدو پېښه کې ۶ کسان وژل شوي


خراب سړکونه او د ګاډو پر وخت معاینه نه کېدل په پاکستان د ټرافیکي پېښو له سببونو دي. پخوانی انځور.
خراب سړکونه او د ګاډو پر وخت معاینه نه کېدل په پاکستان د ټرافیکي پېښو له سببونو دي. پخوانی انځور.

د سوات په سيلانۍ سيمې مالم جبې کې یو ګاډی ژورې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې شپږ کسان وژل شوي او شپږ نور سخت ژوبل شوي دي.

د مالم جبې پولیسو او ژغورنې چارو ادارې ( ریسکیو ۱۱۲۲) په وینا، د مې پر ۳۰مه د شپې شاوخوا نهه بجې، د ځایي هوټل کارکوونکو ګاډی له مالم جبې څخه مینګورې ته پر لار وو چې د پېښې ښکار شو. د سیمې خلک وایي، ګاډی د بریک خرابېدو له امله بې قابو شو او ژورې کندې ته ولوېد چې له امله یې مرګژوبله واړوله.

په پېښه کې ژوبل کسان د سیدو شریف روغتون ته رسول شوي دي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د مې پر ۲۹مه، د بلوچستان له تربت څخه کوټې ته روان مسافر وړونکی بس په واشک سيمه کې ژورې کندې ته پرېوتې وو چې پکې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي ول.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG