د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ ۲۰ اووريز نړیوال جام په امریکا او ویسټ انډیز کې پیلیږي


د ۲۰۲۴ز کال د۲۰ اووريزه نړیوال جام ټرافي.
د ۲۰۲۴ز کال د۲۰ اووريزه نړیوال جام ټرافي.

د ۲۰۲۴ز کال د کرکټ ۲۰ اووريز نړیوال جام سیالۍ د جون له دویمې د امریکا او ویسټ انډیز په شریک کوربتوب پیلېږي.

لومړۍ لوبه د امریکا او کاناډا ترمینځ ده چې د امریکا د ټیکساس ایالت په ډیلس ښار کې، د پېښور پر وخت سهار پر پینځنیمو او د کابل پر پینځه بجې پیلیږي.

په دې سیالیو کې د نړۍ د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۲۰ هیوادونو لوبډلې برخه اخلي چې په څلور ډلو وېشل شوې دي.

پاکستان په اې او افغانستان په سي ګروپ کې دی.

ټاکل شوې چې افغانستان د ټورنامنټ په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د جون پر څلورمه د یوګانډا په وړاندې ترسره کړي.

پاکستان به خپله لومړۍ لوبه د کوربه هیواد امریکا په وړاندې په ډیلس کې د جون پر شپږمه کوي.

ټاکل شوې چې پاکستان او هند د جون پر نهمه په نیویارک کې سره مخامخ شي. د دوی ترمنځ لوبه زیاتره وخت د نورو پرتله زیاته لیدل کېږي.

په نړیوال جام کې ۲۰ لوبډلې برخه اخلي او ۵۵ لوبې به ترسره شي. دا لومړی ځل دی چې په ۲۰ اووريزه نړیوال جام کې دومره زیاتې لوبډلې برخه اخلي.

له هرې ډلې څخه به د سر دوې لوبډلې دویم پړاو یا "سپر اېټ" ته ځي او له هغه ځایه به بیا څلور غوره لوبډله نیمو پای لوبو ته وځي.

پایلوبه به د جون پر ۲۹مه د ویسټ انډیز په باربیډوس کې تر سره کېږي.

د کرکټ ۲۰ اووريزه نړیوال جام تاریخچه

د کرکټ شل اووريز نړیوال جام د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په دوه کالو کې یو ځل جوړېږي چې تراوسه پکې اته ټورنامنټونه شوي دي.

د جام لومړی ځل سیالۍ په ۲۰۰۷ز کال کې په جنوبي افریقا کې شوې وې او په پای لوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

په ۲۰۰۹ ز کال هم د پاکستان لوبډله پای لوبې ته وتلې وه او هلته یې سري لنکا ته ماته ورکړې وه.

له هغه وروسته د ۲۰۱۰ز کال جام انګلستان ګټلی وو، د ۲۰۱۲ز کال اتلولي ویسټ انډیز، د ۲۰۱۴ز کال سري لنکا، د ۲۰۱۶ ز کال ویسټ انډیز او د ۲۰۲۱ز کال اسټرالیا ګټلې وه.

په ۲۰۲۲ز کال کې انګلستان د پاکستان په وړاندې پایلوبه وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG