د لاسرسي ځای

تازه خبر

نمېبیا د کرکټ په نړیوال جام کې عمان ته ماته ورکړه


د عمان نسیم خوشي تر اوټ کېدو وروسته روان دی. هغه د نمېبیا ډېویډ ویسا اوټ کړ.
د عمان نسیم خوشي تر اوټ کېدو وروسته روان دی. هغه د نمېبیا ډېویډ ویسا اوټ کړ.

د کرکټ په ۲۰ اووریز نړیوال جام کې د جون پر دریمه نمېبیا هیواد د عمان لوبډلې ته ماته ورکړه.

د ویسټ انډیز په باربیډوس کې ترسره شوې دې لوبه کې عمان لومړی بېټنګ وکړ او ټول لوبغاړي یې په ۲۰م اوور کې د ۱۰۹ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.

په ځواب کې د نمېبیا لوبډلې هم په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سر پوره ۱۰۹ منډې وکړای شوې.

تر هغه وروسته د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې د یوه ، یوه اوور سیالي یا سپر اوور وشو چې نمېبیا پکې بریالۍ شوه.

د نړیوال جام په لړ کې به د نن په دویمه لوبه کې سري لنکا له جنوبي افریقا سره د امریکا په نیویارک کې بازۍ کوي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ د ۲۰ اوورنو نړیوال کپ د جون له دویمې په امریکا او ویسټ انډیز کې پیل شوی دی.

په ټورنامنټ کې په لومړي ځل ۲۰ لوبغاړي برخه اخلي چې ترمنځ به یې ۵۵ لوبې ترسره کېږي. ټاکل شوې چې د ټورنامنټ د پای لوبه د جون پر ۲۹مه ترسره شي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جون پر څلورمه د پاپوانیوګېني پرضد او پاکستان خپله لومړۍ لوبه د جون پر شپږمه د امریکا په وړاندې ترسره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG