د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا مرستیاله ولسمشره د اوکراین د سولې په کنفرانس کې ګډون کوي


کاملا هېریس - پخوانی انځور
کاملا هېریس - پخوانی انځور

وایټ هاوس (سپینې ماڼۍ) ويلي چې د امريکا مرستیاله ولسمشره کاملا هېريس او د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان به روانه میاشت په سویټزرلينډ کې د اوکراین د سولې په کنفرانس کې ګډون کوي.

دا له هغه وروسته ده چې کییف له امريکا، په ځانګړې توګه له ولسمشر جو بايډڼ څخه د جون پر ۱۵مه او ۱۶مه کېدونکي هغه کنفرانس کې د ګډون ښکاره غوښتنه کړې وه.

سپینې ماڼۍ د جون پر دریمه په یوه بیان کې وویل چې مرستیاله ولسمشره به "د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو پر بنسټ د عادلانه او تلپاتې سولې د تامین لپاره د اوکراین د هڅو د ملاتړ په برخه کې د بایډن او هېريس د ادارې پر ژمنتیا ټینګار وکړي."

بيان زیاته کړې چې هېريس به "د اوکراین د خلکو ملاتړ یو ځل بیا تایید کړي ځکه چې هغوی د روسیې د روان تېري پر وړاندې د ځان دفاع کوي."

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي له څو اونيو راهيسې له بایډن څخه غوښتنه کوله چې په دغه سرمشریزه کې ګډون وکړي چې لږترلږه ۱۰۷ هېوادونو خپل ګډون پکې تایید کړی دی.

XS
SM
MD
LG