د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: افغانستان يوګانډا ته په ۱۲۵ منډو ماتې ورکړه


فضل فاروقي د نورو افغان لوبغاړو سره - انځور له ارشیفه
فضل فاروقي د نورو افغان لوبغاړو سره - انځور له ارشیفه

افغانستان د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سياليو کې خپله لومړۍ لوبه له يوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپير وګټله.

نن (د جون پر څلورمه) د وېسټ انډيز په پروويډېنس لوبغالي کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورو کې د ۵ لوبغاړو په زيان ۱۸۳ منډې وکړې. رحمان الله ګربز ۷۶ او ابراهيم ځدراڼ ۷۰ منډې وکړې. په ځواب کې د يوګانډا ټول لوبغاړي په ۱۶ اووره کې له ۵۸ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه يې وبايله.

د افغانستان فضل الحق فاروقي په څلورو اوورونو کې د ۹ منډو په ورکولو سره د يوګانډا پينځه لوبغاړي اوټ کړل. هغه د لوبې غوره لوبغاړی شو.

نن (د جون پر څلورمه) په دويمه سيالۍ کې انګلستان له سکاټلينډ سره مخامخېږي. دغه لوبه د امريکا په ډېلاس لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي. تر دې وړاندې پرون جنوبي افريقا سري لنکا ته او نمېبيا عمان ته ماتې ورکړه.

سږ کال د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سيالۍ د جون پر درېيمه پيل شوي چې ۲۰ لوبډلې برخه پکې اخلي. امریکا او وېسټ انډیز د دغو سیالیو ګډ کوربانه دي. ټاکل شوې چې د نړيوال جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه د وېسټ انډیز په باربېډوس کې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG