د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن په کابل کې د چین له سفیر سره لیدلي دي.
د چین سفارت د جون پر دریمه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې له افغانستان سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو او همکاریو پر زیاتولو او پیاوړتیا باندې ټينګار شوی دی.
د اروپايي ټولنې استازي داسې وخت د چین له سفیر سره لیدلي چې د افغانستان لپاره په دوحه کې د ځانګړو استازیو تر غونډې مخکې د اجماع رامينځته کولو په هدف سیمه ییزو او نړیوالو هڅو زور اخیستی دی.
نیکلاسن تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د ایران د سفارت له چارواکو سره هم لیدلي دي.