د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سعودي عرب کې د حج مناسک د جون پر ۱۴مه پیلېږي


د جون پر ۱۱مه ګڼ مسلمانان د کعبې شاوخوا ته لمونځ کوي.
د جون پر ۱۱مه ګڼ مسلمانان د کعبې شاوخوا ته لمونځ کوي.

ټاکل شوې چې د جون پر ۱۴مه د سعودي عرب په مکه کې د حج مناسک پیل شي.

سعودي چارواکي وايي چې د جون تر ۱۱مې پورې تر ۱۵ لکه زیات بهرنیان هغه هېواد ته د حج لپاره رسېدلي دي.

ټاکل شوې چې د جون پر ۱۴مه د مناسکو له رسمي پیل سره لکونه سعودي وګړي او په هغه هېواد کې مېشت نور مسلمانان هم له بهره له ورغلیو زایرینو سره په حج کې شامل شي.

سعودي چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به د حاجیانو شمېر د ۲۰۲۳ز کال پرتله لوړ وي. تېر کال په هغه هېواد کې ۱۸ لکه کسانو حج کړی وو.

د سعودي عرب حکومت په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ز کلونو کې د کورونا وایرس جهاني وبا پر مهال د سفري محدودیتونو له کبله د حج په مراسمو کې د خلکو شمېر خورا محدود کړی وو.

حج عموماً د هجري قمري کال د ذوالحجې میاشت پر اتمه نېټه پیلېږي او د همدې میاشت پر ۱۲مه پای ته رسي.

د ذوالحجې پر نهمه د عرفات ورځ د حج تر ټولو مهمه ورځ وي او په سبا یې لوی اختر پیلېږي چې پکې حاجیان او د نړۍ د نورو هېوادونو وس لرونکي مسلمانان د څارویو قرباني ورکوي.

د سعودي عرب حکومت لوی اختر د جون پر ۱۶مه اعلان کړی دی خو د پاکستان د رویت هلال کمېټۍ او په افغانستان کې د طالبانو سترې محکمې ویلي دي چې په هغو هېوادونو کې به لوی اختر د جون پر ۱۷مه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG