د اروپا د بشري حقونو عدالت په یوه خوله د اذربایجان د حکومت له لوري د ازادې اروپا راډیو اذربایجانۍ څانګې ته د لاسرسي د مخنیوي پرېکړه د بشري حقونو او اساسي ازادیو د خوندیتوب کنونشن سرغړونه بللې ده.
په ۲۰۱۷ز کال کې په باکو کې یو عدالت پر اذربایجانۍ څانګې تور پورې کړی وو چې پر خپله ووبپاڼه داسې مطالب خپروي چې د "تاوتریخوالي او مذهبي سختدریځۍ تبلیغ کوي او د نورو کارونو ترڅنګ خلک بلوو ته هڅوي."
عدالت د همدې تور پر اساس د اذربایجانۍ څانګې ووبپاڼه تړلې وه. خو د ازادې اروپا راډیو ټینګار کړی وو چې په بشپړه توګه د ووبپاڼې د تړلو پرېکړه "خورا شدیده" ده.
د ازادې اروپا راډیو مشر سټیفن کپوس د اروپايي عدالت د پرونۍ پرېکړې هرکلی کړی دی. نوموړي بېګا په بیان کې وویل چې د اذربایجانۍ څانګې "ووبپاڼه له ۲۰۱۷ز کال راهیسې تړلې ده، خو د باکو له لوري د ازادې اروپا راډیو د خپلواکه ژورنالېزم ځپل پخوانۍ مسله ده."
کپوس وویل، "په ۲۰۰۹ز کال کې حکومت د اېف اېم راډیو څپې وتړلې او په ۲۰۱۴ز کال کې" یې په باکو کې د اذربایجانۍ څانګې پر "دفتر چاپه ووهله او و یې تاړه." مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو پښتو څانګه ده چې مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.