د لاسرسي ځای

تازه خبر

ریچارډ بینېټ: افغان نجونې باید ښوونځيو ته پرېښودل شي


د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ. (انځور: ارشیف)
د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ. (انځور: ارشیف)

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ یوځل بیا ټینګار کړی چې افغان نجونې باید ښوونځيو ته ولاړې شي.

بینېټ دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو تړلو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې دي.

بینېټ د جون پر ۱۴مه پرایکسپاڼه لیکلي چې دا بندیز نه ده منلو دی نه د تصور وړ دی. د ده په وینا، لا هم د ۱۰۰۰ ورځو له تېرېدو وروسته په میلیونونو افغان نجونو خپلې هیلې له لاسه نه دي ورکړي.

د جون پر ۱۳مه په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندیدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.

طالبانو د نجونو د منځنیو ښوونځيو او لېسو تر بندېدو وروسته د ۲۰۲۲م کال په ډېسېمبر کې نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه په زور پر افغانستان واکمن شول او لا یې هم د نړۍ یوه هیواد حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG