د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي افریقا د نیپال او نیوزيلېنډ د یوګانډا لوبډلې ته ماتې ورکړه


د یوګانډا لوبغاړی د اوټ کېدو پرمهال.
د یوګانډا لوبغاړی د اوټ کېدو پرمهال.

د کرکټ په ۲۰ اووریز نړیوال کپ کې د جون پر ۱۵مه هند له کاناډا او انګلستان له نمېبیا سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې د هند او کاناډا لوبه د پېښور پر وخت ماښام اوونیمې بجې پیل شي. د انګلستان او نمېبیا ترمنځ لوبه د شپې پر لس بجې پیلېږي.

تردې وړاندې د جون پر ۱۵مه سهار وختي جنوبي افریقا له نیپال او یوګانډا له نیوزي لینډ سره خپلې لوبې وکړې.

نیوزي لینډ یو ګانډا ته په نهو وکټو ماتې ورکړه او جنوبي افریقې له نیپال څخه تر ډېره دلچسپه بازۍ وروسته لوبه یوازې یوه منډه وګټله.

تر دې وړاندې د جون پر ۱۴مه د ایرلینډ او امریکا ترمنځ سیالي د باران له وجې ونه شوه چې له کبله پاکستان دویم پړاو ته له وتلو پاتې شو.

پاکستان به خپله وروستۍ لوبه د جون پر ۱۶مه د ایرلېنډ په وړاندې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG