د نړۍ ۸۰ هېوادونو ټینګار کړی دی چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره له روسیې سره د هر ډول تړون بنیاد باید د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا وي.
دا خبره د دې هېوادونو د هغې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې په یو اعلامیه کې شوې ده چې د جون پر ۱۵مه او ۱۶مه په سویټزرلېنډ کې ترسره شوه.
د اوکراین له خوا د نړیوال امن سرمشریز په نامه په رابلل شوې غونډه کې د روسیې او چین نه ګډون د بریا هیلې تتې کړې دي. په دې غونډه کې د هند، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو استازي په هغو کې شامل وو چې پر دې اعلامیه یې لاسلیک نه دی کړی.
په غونډه کې زیاته پاملرنه د ایټمي وسلو خوندیتوب، خوراکي خوندیتوب او د بندیانو د تبادلې پر مسلو وه.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې، روسیې پر اوکراین پراخ یرغل کړی دی. د جګړې له وجې ډېرې خلک کډوال شوي او د روسیې او اوکراین د سرتېرو ترڅنګ پکې ولسي خلک وژل شوي دي.