د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تاجکستان ۳۰ وګړي د مسکو په هوايي ډګر کې بند پاتې دي


د مسکو په ونوکوفو هوايي ډګر ـ پخوانی انځور.
د مسکو په ونوکوفو هوايي ډګر ـ پخوانی انځور.

له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د مسکو په ونوکوفو هوايي ډګر کې تر ۳۰ زیات تاجکستاني وګړي بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکو شاوخوا درې میاشتې مخکې له پلازمېنې مسکو سره نېږدې د خونړي برید په غبرګون کې پر هوايي ډګرونو د سفري اسنادو لپاره مقررات سخت کړل.

په هوايي ډګر کې له بندو پاتې تاجک وګړو څخه یې ځینو مشال راډیو ته وویل چې امنیتي چارواکو ورته هېواد ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې او ورته یې ویلي دي چې "تاجکان په روسیه کې مشکلات پیدا کوي."

په اپرېل کې زرګونه تاجک وګړي تر هغې وروسته د مسکو په هوايي ډګرونو کې بند پاتې شول چې چارواکو ورته روسیې ته د داخلېدو اجازه ور نکړه.

روسیو چارواکو په مارچ کې له مسکو سره نېږدې د کنسرټونو پر تالار په وسلوال برید کې د ککړتیا په تور ۱۱ تاجک وګړي نیولي وو. له هغه وخت راهیسې په روسیه کې د تاجکانو پرضد احساسات زیات شوي دي. په هغه برید کې ۱۴۴ کسان وژل شوي ول او ذمه واري یې اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه.

XS
SM
MD
LG