د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر: اسراییلو ښايي په بیا بیا جنګي قوانین مات کړي وي


یو اسراییلی پوځي ټانک له غزې تړانګې سره نېږدې پر پوله حرکت کوي - د جون نهمې انځور.
یو اسراییلی پوځي ټانک له غزې تړانګې سره نېږدې پر پوله حرکت کوي - د جون نهمې انځور.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر ویلي دي چې امکان لري چې اسراییلو په بیا بیا جنګي قوانین مات کړي وي او د غزې شخړې پر مهال د ولسي وګړو او جنګیالیو ترمینځ په توپیر کولو کې پاتې راغلی وي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د پلټنیزې ډلې مشر پر اسراییلي پوځ د فلسطینیانو د "ډله ییزې وژنې" تور پورې کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو دفتر د جون پر ۱۹مه د اسراییلو د شپږو خونړیو بریدونو په اړه په خپل رپورټ کې ویلي دي چې "امکان لري" چې اسراییلیو ځواکونو "د حملې پر مهال په منظمه توګه د ولسي وګړو او جنګیالیو ترمینځ د توپیر کولو، د حملو د حد او اندازې او پکې د احتیاط کولو د اصولو سرغړونه کړې وي."

خو په جینیوا کې په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو دایمي استازي دا شننه یا تحلیل "د واقعیتونو، قانون او د څېړنې د طریقې" له پلوه ناقصه بللی دی.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۷،۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. بلخوا د جګړې پر مهال له ۸۵،۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG