د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو جرګه: حکومت دې د هدفي بریدونو مخه ونیسي


یو ولسي مشر د بنو جرګې ته وینا کوي ـ د جون ۲۱مې انځور.
یو ولسي مشر د بنو جرګې ته وینا کوي ـ د جون ۲۱مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې ځايي قبیلو جرګه کړې، چې پکې هغوی له حکومت او امنیتي چارواکو د هدفي بریدونو درولو او امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

په بنو کې د ټولو قبیلو مشرانو د جون پر نهمه په لومړۍ امن جرګه کې له حکومته غوښتي ول چې هلته دې د وسلوالو پټنځایونه او مرکزونه ختم کړي.

د جون پر ۲۱مه د دویمې جرګې ګډونوالو وویل چې په سیمه کې وسلوال په ښکاره ګرځي، د ناامنۍ پېښې کېږي او هدفي بریدونه دوام لري، خو د هغوی په خبره، امنیتي ادارې او حکومت یې په کنټرولولو کې پاتې راغلی دی.

د جرګې یو مشر ملک موېز خان مشال راډیو ته وویل چې پر انتظاميې او حکومتي چارواکو غږ کوي چې حالات کنټرول کړي. نوموړي د سیمې پر ځوانانو هم غږ وکړ چې د امنیت لپاره غږ پورته کړي.

په وروستیو کې په بنو، لکي مروت ، ځونیخېلو (جانيخېلو) او شمالي وزیرستان کې یوشمېر حملې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

حکومت لا د بنو د جرګې په اړه څه نه دي ویلي خو د سیمې د پولیسو مشر د جون پر ۲۰مه ویلي ول چې په سیمه کې د امن ټینګښت لپاره د وسلوالو خلاف عملیات کوي.

له دې پرته د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا د انجینرۍ چارو (پبلېک هېلت انجینییرنګ) وزیر پښتونیار خان د جون پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې ژر به د صوبې د اعلاوزیر په مشرۍ په یوه غونډه کې د ناامنۍ د ختمولو په اړه تګلاره جوړه شي.

ده زیاته کړه چې ناامني د صوبې تر ټولو لویه مسله ده چې حکومت یې د هواري لپاره خپل ټول وسایل په کار راولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG