د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګورنر کونډي: صوبايي چارواکي د بجلۍ مرکزونو ته په زور ننوتو سره د ریاست واک ننګوي


د خیبر پښتونخوا استوګن وایي په ځینې سیمو کې تر ۲۰ ساعتونو ډېر وخت بجلي نه وي ـ پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا استوګن وایي په ځینې سیمو کې تر ۲۰ ساعتونو ډېر وخت بجلي نه وي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي له وزیراعظم شهباز شریف سره په ملاقات کې ویلي چې د صوبايي حکومت چارواکي په زور د برېښنا د ویش مرکزونو (ګریډ سټیشنونو) ته په ننوتلو سره د ریاست واک چیلنجوي.

د جون پر ۲۲مه، د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې وزیراعظم شهباز شریف پر دغه مهال وویل چې وفاقي حکومت خیبر پښتونخوا ته هر ډول مرستې او وسایل ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت او وفاق ترمینځ په دې وروستیو کې د بجلۍ د ویش پر سر اختلافات پیدا شوي دي.

د جون پر۱۹مه د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډاپور د پېښور د بریښنا شرکت (پیسکو) ته خبرداری ورکړ چې د ټولو مرکزونو څخه په شواروز کې له ۱۲ ساعته زیات لوډشیډنګ ونه کړي.

نوموړي هم په دغه ورځ په ډېره اسماعیل خان کې یو ګریډ سټیشن ته ننوت او د لوډشیډنګ خپل مهالویش یې اعلان کړ.

په خیبر پښتونخوا کې تربېلا بند برېښنا پیدا کوي چې له هم هغه ځایه د پاکستان مختلفو برخو ته انتقالېږي. له دې پرته په هر ښار کې د بجلۍ د وېش مرکزونه (ګرېډ سټېشنونه) هم شته.

د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جون پر۲۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د صوبې وزیراعلا د بجلۍ کمښت ستونزې د هواري لپاره له وزیراعظم، د پوځ له مشر، د انرژۍ چارو او کورنیو چارو له وزیرانو او د اوبو او برېښنا ادارې (واپډا) له لوړپوړو چارواکو سره کتلي، خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې د بجلۍ پارچاو زیات شوی دی چې پر ضد یې خلکو احتجاجونه کړي دي. د صوبې اوسېدونکي وایي د صوبې په ځینو سیمو کې تر ۲۰ ساعتونو زیات لوډشیډنګ کېږي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG