د لاسرسي ځای

تازه خبر

جینیوا: ملګرو ملتونو افغانستان کې پر بشري حقونو بحث کړی دی


په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د بېلا بېلو هېوادونو بیرغونه لګېدلي ـ پخوانی انځور.
په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د بېلا بېلو هېوادونو بیرغونه لګېدلي ـ پخوانی انځور.

په جینیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان ماموریت وايي چې د هغه سازمان د بشري حقونو د شورا په راتلونکو غونډو کې به هم په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو موضوع یاده کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۶مه غونډه چې د روانې جون میاشتې پر ۱۸مه پیل شوې، دوام لري.

غونډې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي ماموریت، چې د پرځېدلي جمهوري نظام چارواکي یې استازولي کوي، هم یو مفصل راپور وړاندې کړ چې پکې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو یادونه شوې ده.

د دې استازولۍ مستشار محب‌ الله تایب د جون پر ۲۲مه ناوخته مشال راډيو ته وويل، روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي حق، د بیان د ازادۍ موضوع، ماورای عدالت وژنې، ځورونې یا شکنجه کول، چاپېریال او یوشمېر نور موضوعات شته چې افغانان ورڅخه ځورېږي.

د ده په خبره، د افغانستان دایمي استازولي به هڅه وکړي چې رسمي بیانونه ورکړي او نړۍ له وضعیته خبره وساتي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت، په ځانګړي ډول، د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو او ښځو پر زده‌ کړو او کار د لګول شويو محدودیتونو له کبله په دوامداره توګه اندېښنه ښوولې ده.

پر افغانستان له ۲۰۲۱ز کال راهیسې واکمن طالبان بيا وايي، ښځو ته یې د "اسلامي شریعت په چوکاټ کې ټول حقونه" ورکړي دي خو د دې چوکاټ په اړه وضاحت نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG