د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وایي روسيې یې د انرژۍ پر بېخبنا بریدونه کړي دي


اوکرایني چارواکي وایي روسیه ولسي ځایونه په نښه کوي ـ پخوانی انځور.
اوکرایني چارواکي وایي روسیه ولسي ځایونه په نښه کوي ـ پخوانی انځور.

د اوکراين د انرژۍ وزارت ويلي، روسيې يو ځل بيا د هغه هېواد د انرژۍ پر سېکټور د راکټونو او بې پيلوټه الوتکو حملې کړې دي.

وزارت د جون پر ۲۲ مه په یو بیان کې وویل چې د انرژۍ بېخبنا (انفراسټکچر) وار له مخه د روسیې بریدونو له وجې ځپل شوې ده.

اخوا د خارکیف ښاروال اېهور تيريخوف پر ټېلېګرام په یو جلا بیان کې ويلي چې د جون پر ۲۲مه د اوکراين د هغه دويم لوی ښار د عامه استوګنې پر سیمه د روسيې په بريد کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او ۳۸ زخميان دي.

سيمه ييز ګورنر اولېګ سېنيګوبوف پر ټېلېګرام د هغه برید په اړه ويلي چې ډاکټران د څلورو ټپيانو چې دوه يې ښځې او دوه ماشومان دي او حالت يې جدي دی، د ژوند ژغورلو هڅخ کوي.

په عين وخت کې د اوکراين پوځ ادعا کړې چې د روسيې له ۱۶ توغول شويو توغنديو څخه يې ۱۲ او ترڅنګ يې ۱۳ روسي ډرونونه ويشتلي دي.

خو په خپلواکه توګه د اوکرایني پوځ د دې دعوې تصدیق نه دی شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG