د لاسرسي ځای

تازه خبر

لادرکه کشميری موندل شوی، د پاکستاني پوځ په بند کې دی


 پاکستاني پوځيان د پاکستان دارې لاندې کشمير کې - انځور له ارشیفه
پاکستاني پوځيان د پاکستان دارې لاندې کشمير کې - انځور له ارشیفه

اسلام اباد هايي کورټ ته ویل شوي چې څو ورځې مخکې لادرکه شوې کشميری وګړی د پوځ په بند کې دی.

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير دا وګړی خواجه احمد خورشید نومېږی چې متقاعد یا رېټایرډ پوځي دی. هغه د جون پر اوومه په راولپېنډۍ کې له خپل کوره وسله والو کسانو وړی وو.

د خورشید لور خلیقه خورشید اسلام اباد هايي کورټ ته د خپل پلار د موندلو لپاره درخواست ورکړی وو چې اورېدنه یې قاضي جسټس محسن اختر کياني د جون پر ۲۴ مه وکړه. د اوريدنې په مهال ايډيشنل اټارني جنرل منور اقبال دوګل عدالت ته وويل چې خواجه خورشید احمد د جاسوسۍ په تور د پوځ په حراست کې دی.

د ايډيشنل اټارني جنرل د ځواب په اوريدو جسټس کیاني وويل چې د لادرکه کس (خواجه خورشيد) درک ولګېده، پکار ده چې درخواست ګوزار اوس اړونده فورم ته لاړ شي. له دې وروسته په اسلام اباد هايي کورټ کې دا اوریدنه پای ته ورسیده.

تر دې مخکې د کشمیر یو بل استوګن او شاعر احمد فرهاد، چې په ټولنيزو رسنيو يې د جبري لادرکيو پر ضد پوسټونه کول، د مې پر ۱۵مه شپې مهال په اسلام اباد کې له خپل کوره تښتول شوی وو. نوموړی د مې تر ۲۸مې ورک وو خو وروسته د پاکستان حکومت د هغه ګرفتاري ظاهره کړه او ویې ویل چې نوموړی د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې پولیسو نیولی وو.

په پاکستان کې د جبري لادرکيوو سلسله له ډېرې مودې راهیسې روانه ده. د بشري حقونو فعالان او د ورکو کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ دا تورونه ردوي.

بلخوا د پاکستان د قانون وزیر نذیر تارړ په وروستیو کې ویلي ول چې د لارکه کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای. نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG