د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه کې له پټلۍ د اورګاډي ښویېدو پېښه کې ۷۰ تنه ژوبل شوي دي


روسي ژغورونکي په پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته انتقالوي. د جون ۲۶مې دا انځور له ویډیو اخیستل شوی.
روسي ژغورونکي په پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته انتقالوي. د جون ۲۶مې دا انځور له ویډیو اخیستل شوی.

د روسیې په لویدیزه سیمه کومي کې له پټلۍ د مساپرو د یو اورګاډي د بوګیو ښویېدو په پېښه کې ۷۰ تنه ژوبل شوي دي.

تاس اژانس لیکلي چې د جون پر ۲۶مه چې اورګاډی د وړوکي ښار اېنتا له تمځي څخه ولاړ نو له ۱۴ څخه نهه ډبې له پټلۍ وښویېدې.

اژانس وايي چې په پېښه کې هېڅوک نه دي وژل شوي خو له ۲۳۲ سپرلیو څخه یې ۷۰ تنه ژوبل شوي دي.

د مشال راډیو د روسۍ څانګې د اټکل له مخې د پېښې په ښکار شویو بوګیو کې ۱۵۰ تنه سپاره ول.

چارواکي دعوه کوي چې ډبې ځکه له پټلۍ وښویېدې چې لاره اوبو وړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG