د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې نن د ولسمشرۍ انتخابات کېږي


په ايران کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د رايو اچولو بهير د جون پر ۲۸مه سهار پیل شو.
په ايران کې د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د رايو اچولو بهير د جون پر ۲۸مه سهار پیل شو.

په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل شوی دی.

د جون پر ۲۸مه، د هغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د رایې اچولو مرکزونه جوړ شوي دي. د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره دا ځل څلور نوماندان سیالي کوي.

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د سیاسي بندیانو په ګډون د هغه رژیم یو شمېر مخالفانو له انتخاباتي بهيره د پرېکون غږ کړی او ویلي یې دي چې دا انتخابات به د ایران په سیاسي وضعیت کې کوم بدلون نه راولي. دې ته په کتو ښایي په انتخاباتو کې کم خلک ګډون وکړي.

په ایران کې هر څلور کاله وروسته د ولسمشرۍ انتخابات کېږي. هلته وروستي ځل انتخابات د ۲۰۲۱ز کال په جون میاشت کې شوي ول چې پکې ابراهیم رییسي ولسمشر ټاکل شوی وو.

سږني انتخابات له وخت مخکې کېږي ځکه چې د روان ۲۰۲۴ز کال د مې پر ۱۹مه رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځينې نور چارواکي د هیليکاپټر (چورلکې) نسکورېدو په پېښه کې ووژل شول او د مې پر ۲۰مه د هغوی مړي وموندل شول.
د رییسي تر مرګ وروسته د ايران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د مې پر ۲۰مه د رييسي مرستيال محمد مخبر د سرپرست ولسمشر په توګه ټاکلی دی.

د امریکا د حکومت یوه چارواکي هم د جون پر ۲۶مه وويل چې تمه نه لري په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات "ازاد او عادلانه" وي او په هغه هېواد کې "بنسټیز بدلون" راولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG