د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی به د دوحې په غونډه کې 'ګډون' کوي


د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی ـ انځور له ارشيفه
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی ـ انځور له ارشيفه

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی به د دوحې په غونډه کې د هغه هېواد استازیتوب وکړي.

جیو نیوز او اې ار وای نیوز ټېلېوېژنونو پرون د جون پر ۲۷مه د سفارتي سرچینو په حواله وویل چې اسلام اباد پرېکړه کړې چې د قطر په پلازمېنه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

رسنیو زیاته کړې چې د لویدیزې اسیا لپاره د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سېکرټر به هم د پاکستان استازیتوب وکړي.

د طالبانو حکومت د دې میاشتې په پیل کې ویلي ول چې چارواکي یې د دوحې په ناسته کې ګډون کوي.

امریکا هم ویلي دي چې د جون له ۳۰مې پیلېدونکې دوه ورځنۍ غونډې ته خپل دوه استازي ټام وېسټ او رينا اميري استوي.

وېسټ د افغانستان د سولې او رينا اميري د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امريکاد بهرنيو چارو وزارت ځانګړې استازې ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې د افغانستان په اړه دوه ناستې شوې دي چې ورڅخه یې لومړۍ ته د طالبانو استازي نه ول بلل شوي او په دویمه کې هغوی خپله ګډون نه وو کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG